اقتصاد

دغزني دهوايي ډگر دجوړولو کارترراتلوونکي کال پورې بشپړيږي

کابل  باختر د چنګاښ ١٤ :
دغزني ولايت دهوايي ډگر دجوړولو کار ترراتلوونکي يوکال پورې بشپړ اوګټي اخيستنې ته  سپارل  کيږي .
دغزني ولايت  دترانسپورت رييس انجينر احمدولي دباختراژانس  خبريال ته وويل ددغه هوايي ډګر دجوړولو کار د ١٣٩١ کال دوري په مياشت کې پيل  خو ديولړ ستونزو له رامنځته کيدو وروسته وځنډول شو چې مهمه ستونزه يې ددغې پروژي لپاره دځمکې استملاک دي.
ده څرگنده کړه چې دغه ستونزه دترانسپورت اودهوايي چلنداودملي دفاع دوزارتونو ترمنځ  حل شوې ده .
ده زياته کړه دغزني ولايت دهوايي ډگر پروژه دولس زره مربع متره ځمکي په ساحه کې په څلورو برخو کې چې د ډگر ددوه زره پنځه سوه متره په اوږ دوالي او څلويښتو مترو په سور سره  دالوتنې  او دناستې کرِښه ، ترمينل  او دهوا پوهنې  ودانۍ لري چې دترانسپورت او دهوايي چلند وزارت له بودجې څخه  جوړيږي.
دده دڅرگندونوله مخې  ددغې پروژې په بشپړيدوسره خلکو ته  دهوا له لاري دتګ راتګ اسانتياوي برابريږي .
دغزني دترانسپورت رييس زياته کړه چې  دهوايي ډگر دانګړ  دديوال دجوړولو کار  په سلو کې اتيا بشپړاونور به يې  په راتلوونکو څو مياشتو کې بشپړشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته