کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٩ :
دملي دفاع وزارت مقامات وايي چې په تيرو ٢٤ ساعتوکې دملي اردو دځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې ٦٠ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي .
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر نن باخترآژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي چې په تيرو ٢٤ ساعتو کې دملي اردو دمنسوبينو دهغو چاڼيزو عملياتو په بهيرکې چې دقندهار ، بدخشان، لوګر ، هلمند ، هرات او دخوست د ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول؛ دشپږو تنو ماين ښخوونکو اوپه کوچي ملا مشهور د امير محمد په نامه د وسله والو مخالفينو د يو قوماندان په ګډون ٦٠ تنه وسله وال مخالفين ووژل شول ، ٣٧ تنه ټپيان او يو تن ونيول شو او يوه اندازه وسله اومهمات ترلاسه شول او ٥٥ ماينونه کشف اوشنډکړاى شوي دي.
ديوبل خبرله مخې: په واټونوکې دښخ کړاى شويو ماينونو دچاودنوله امله دهيواد په بېلابېلو سيموکې دملي اردو١٠ تنه منسوبين شهيدان شوي دي.
1 1 دقیقه لوستل