امنیت

د طالبانو يو قوماندان په زابل کې ووژل شو

کابل  باخترد وري دمياشتې  ٢٧ :
د وسله والو طالبانو د ډلې يو قوماندان تېره شپه د زابل ولايت د نوبهار ولسوالۍ په مربوطاتوکې ووژل شو او پنځه تنه نورطالبان ونيول شول.
دملي دفاع وزارت د ويندوى مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
دملي دفاع وزارت دخاصې قطعې منسوبينو د يوې ډلې وسله والومخالفينو د نيولو لپاره  دزابل ولايت نوبهار ولسوالۍپه مربوطاتوکې عمليات ترسره کړل چې له امله يې ددغې ډلې يو قوماندان ووژل شو او پنځه تنه نورطالبان ونيول شول.
دغه راز دملي اردو دخاصې قطعې د منسوبينو په هغو عملياتوکې چې د قندهار ولايت د پنجوايي ولسوالۍ په مربوطاتوکې ترسره شول؛ دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوبل طالب ونيول شو او د دښمن يوه اندازه وسله او مهمات اويو موټر سايکل  هم ترلاسه شو.
د يوبل خبرله مخې :
درې تنه وسله وال مخالفين کله چې د فراه ولايت په قلعه کاه ولسوالۍکې په ورانکارو اوتروريستي فعاليتونو بوخت وو، دملي اردو دمنسوبينو له خوا له وسلو او دريو ماينونوسره يې ونيول شول.
دغه راز  دپکتيا ولايت دسيدکرم ولسوالۍ په مربوطاتوکې دملي اردو دځواکونو په عملياتوکې پنځه ميله سپکه وسله، يوه اندازه مهمات او دوه سوه کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته