کابل باختر دچنکاښ شپاړلسمه
اته تنه ډار اچوونکي په کونړ ولايت کې په نويو هوايي بريدونوکې ووژل شول .
په دغو ډار اچوونکو تېره شپه په مانوګي ولسوالۍ کې د دوى په مرکزونوکې بريدونه وشول
دهېواد په ختيځ کې دسيلاب قول اردو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته وويل: د بې پيلوټو الوتکو په دغو بريدونوکې اته تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
ده وويل: په دغوډار اچوونکو په ماڼوګي ولسوالۍ کې د دوى په پټنځيو بريدونه وشول .
ديو بل خبر له مخې:
پوځيانو په کونړ ولايت کې دپوځي عملياتو په بهيرکې دوسله والو طالبانو جنګي وسايلو ديوې ډيپو په کشفولو بريالي شول. دغه ډيپو د څوکۍ ولسوالۍ بازار ته څېرمه د طالبانو له يوې پټنځي څخه کشف شوه چې له هغې څخه په لسګونوسپکې او درندې وسلې ترلاسه شوې .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې په کونړ ولايت کې د يولړ چاودنو مخه ونيول شوه .
امنيتي مامورينو نن سهار ددغه ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې شپږ ماينونه کشف او شنډ کړل .
ختم_ ج _اکرم