امنیت

په لوګر کې پنځه تنه مشکوک کسان ونیول شول

 پل علم باختر د مرغومې ۲۲ مه
د لوګر ولایت د پل علم ښار په ابراهيم خېلو سیمه کې پنځه تنه په ورانکارو کارونو کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه کسان تېره شپه د پولیسو او د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له لوري د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.
د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند شاهپور احمدزي د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته د پنځو تنو د نیول کېدو پخلی وکړ او زیاته یې کړه چې له دغو کسانو سره یوه کلاشینکوف او دوه موټرونه هم نیول شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته