کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢نيټه :
په کندز کې په څه د پاسه ٨٠٠ بيځايه شويو کورنيوسره دخوراکې او
لګښتي توکو مرستې وويشل شوې .
د باخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛ددغو مرستو دويش په بهيرکې دکندز والي عبدالجبار نعيمي په داسې حال کې چې دپيښو دڅيړنې په چارو کې ددولت وزير نجيب آقا فهيم اودعامې روغتيا ، کرنې ، اوبو لګولو او مالدارۍ ،فوايد عامې، ښار اوکور جوړولو ،دکليودبيا جوړولواوپراختيا او دکار،تولنيزو چارو، شهيدانو اومعلولينودوزارتونو معينيان ورسره وو ، دقلعه زال ولسوالۍ په بيځايه شويواومستحقو کورنيو اوړه ، بوره او غوړي چې دمرستندويو موسسو له خوا برابر شوي و ، وويشل .
دکندز والي د دغو مرستو د ويش په بهيرکې دکندز خلکو ته ډاډ ورکړ چې په ټاکلي وخت کې به له مصيبت ځپلو اوبيځايه شويو کورنيو سره لازمې مرستې وشي .پاى ذکرالله
0 1 دقیقه لوستل