ټولنه

دحج او اوقافو وزير : دروان کال دحج په مراسمو کې لس مليونه ډالره کمښت راغلى دى

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ١٢ :
دحج او اوقافو وزير وايي  چې دروان کال  دحج  دمراسمو په لګښت کې زيات کمښت راغلى دى  او څه ناڅه لس مليونه ډالره به د حج په مراسمو کې کمښت رامنځته شي .
دحج او اوقافو وزير فيض محمد عثماني چې په دې وروستيو وختو کې  سعودي عربستان ته له يو کاري سفر وروسته هېواد ته راستون شوى دى وايي :دحج بهير دده دکار  په لومړيتوب کې دى  او هلې ځلې کوي  چې  حاجيانو ته ښه  خدمتونه وړاندې کړي.
دعثماني دڅرګندونوله مخې، په روان کال کې  دحاجيانو دتګ راتګ په ټکټونو کې  (  ٢٧٠)  ډالره کمښت راغلى دى.
دغه راز په نورو مواردو کې   په کمښت سره   په ټوليزه  توګه دحج په لګښت کې  لس مليونه ډالره  کمښت ليدل کيږي .
فيض محمدعثماني  چې سعودي عربستان ته يې دديارلس کسيز هيئت مشري  کوله په دغه هېواد کې داستوګنې په موده کې  زيارت کوونکو ته   داستوګنې  اودفرضي  حج دمراسمو په ترسره کولو کې  دآسانتياو درامنځته  کولو په خاطر پروګرامونه  جوړ کړي دي  .
عثماني ادعا کوي  چې دروان کال دحج بهېر به ډير شفاف بهېر وي. په داسې حال کې چې په تيرو کلونو کې  ستر فساد  په دغه وزارت کې  ترسره شوى دى .
دى وايي  هلې ځلې کيږي چې  ټول مرکزونه دې دليږدونې  ،. استوګنې ، دحج دمراسمو دترسره کولو  او دحاجيانو دبيرته راستنولو په برخه کې  په همغږۍ سره  عمل وکړي   .
عثماني وايي په روان کال کې به څلرويشت زره تنه  افغان حاجيان  دحج په مراسمو کې  ګډون وکړي   چې دوولس زره تنه  به يې په مستقيم ډول  مدينې منورې  او دوولس زره تنه  نوربه يې   جدې ته  وليږدول شى .
دحاجيانو دليږدونې اوبيرته راستنولو بهير به دآريانا افغان هوايي شرکت له  خوا ترسره شي .
دحج اواوقافو وزير  په داسې حال کې دحج په بهير کې دپراخ فساد دشتون خبره کوي  چې پخوا  ددغه وزارت  په څوتنو  جګپوړو مقاماتو دفساد تورلګول شوى دى چې يوشمير يې بنديان  او څو تنه يې په تيښتې بريالي شول.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته