ټولنه

په يوه ترافيکې پيښه کې ديوې کورنۍ پنځه تنه غړي و وژل شول

 

کابل باختر د لړم  شپږ ويشتمه

  په بغلان ولايت کې  په يوه ترافيکې پيښه کې ديوي کورنۍ پنځه تنه غړي و وژل شول .

 په دې پيښه کې چې نن سهار دمرکزي بغلان دنهم سړک په ساحه کې وشوه يو تن بل تپي شوى دى .

 دبغلان ولايت دترافيکو دمديريت سرپرست څارن عبدالرزاق  دباختر اژانس خبريال ته وويل يو کرولا موتر دتيلو له ټانکر سره ټکر وکړ چې له امله يې ديوې کورنۍ پنځه تنه غړي چې په کرولا کې سپاره وو ، ووژل شول او ددغې کورنۍ يو بل غړي ټپي شو .

  دپيښې ټپيان دمرکزي بغلان په روغتو ن کې تر درملنې لاندې دي او دټانکر چلوونکې نيول شوي دي

 داپه داسې حال کې ده چې دهيواد جمهور رييس حامدکرزي په خپلې پنځلس ورځني راډيو وينا کې  چې تيره شپه خپره شوه په هيواد کې دترافيکې پيښو دزياتوالې او له دې امله زموږ دخلکو دمرګ ژوبلې له امله انديښنه څرګنده کړه او له اړوندو مسوولينو څخه يې وغونښتل چې دترافيکو پيښو دکمښت په لاره کې دي جدي اقدامات وکړي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته