ورزش

د افغانستان د تکواندو ټيم د ځوانانو دالمپيک سياليو ته لاره وموندله .

کابل باختر دوري شلمه :
د افغانستان دتکواندو لوبغاړى نثار احمد عبدالرحيم زى چې د هېواد دتکواندو دملي ټيم په ترکيب کې د تونس  دځوانانو دالمپيک په سياليو کې د ونډې  د ترلاسه کولو لپاره  ګډون کړى و په خپلې لومړي لوبه کې دا ستراحت له پچې   سره مخامخ شو.
خو په دويمه او ډيرې حساس لوبه کې د ويکتور پوسکيچ په نامه  صربستاني سيال ته چې د څلورو نړيوالو مډالونو ګټوونکى و ماته ورکړه، د تګواندو دغه لوبغاړي ته يې د څلورو په وړاندې په شلو سره ماتې ورکړه  او له دې نتيجې سره يې د فاينل  کوارتر ته لاره وموندله او په دې پړاو کې  له ايراني  او پياوړي د تکواندو له لوبغاړى محمد خاني سره چې د نړۍ او اسيا اتل و مخامخ شو .
چې په ډيرې په زړه پورې لوبه کې يې په دريو پړاونوکې شپږو په وړاندې په شپږو سره لوبه برابره  پرمخ بوتله خو په پاى کې يې درې امتيازونه له لاسه ورکړل  او د شپږو په وړاندې په نهو سره يې لوبه خپل سيال ته بايلوده .
د نړى د ځوانانو المپيک ته د لارې  موندلو سياليو لپاره د ونډې  د ترلاسه کولو سيالي دتونس  دالحمامات ښار کې د نړۍ له يوسلو  يوولسو هېوادونو څخه  دتکواندو دڅلور سوه اته ديرشوتنو لوبغاړو په ګډون پيل شوي دي .
ويل کېږي دنړۍ  دتکواندو دورزشکارانو دځوانانو دالمپيک دلوبو په دريم پړاو کې د ٢٠١٨ ميلادي کال داکتوبر دمياشتې له شپږمې  نيټې څخه تر اتلسمې نيټې پورې دارجنتاين دبوينس ايرس  ښار  کې د نړۍ د څه ناڅه دوه سوه شپږو هېوادونو د ورزشکارانو په ګډون ترسره کېږي چې افغانستان دا ځلې په خپل  ځواک سره دغو لوبو ته د لارې موندلو  ونډه ترلاسه کړې ده .
ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته