امنیت

د ملي اردو له پوځي اکاډمۍ څخه د زرو تنو ځوانانو فراغت

کابل باختردتلې د مياشتې  ٣٠ :
په شرايطو برابر زر تنه ځوانان له مسلکي زده کړو وروسته د ظفر قول اردو له تعليمي مرکز څخه فارغ شول.
دغه ځوانان چې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو اوسيدونکي دي؛ په تيرو دوو مياشتوکې د مجربو ښوونکو تر نظر لاندې يې پوځي زده کړې کړې دي.
د ظفر قول اردو د  تعليمي مرکز  قوماندان د پوځي علومو ماستر ډګروال محمديوسف وردګ د فارغانو د ښوونې او روزنې په اړوند د دغه تعليمي مرکز  کاري رپوټ وړاندې کړ.
د ظفر قول اردو درستيزوال وايي چې دغه کسان د دوومياشتوپه بهيرکې د مجربو استادانو تر نظر لاندې په دغه تعليمي مرکزکې د زده کړې دوره په برياليتوب سره ترسره کړې ده.
ده زياته کړه: د ملي اردو د دغو سرتيرو  راتلوونکي مکلفيتونه  تر بيرغ لاندې صادقانه خدمت، د آمرينو له اوامرو څخه اطاعت، د افغانستان خلکو ته درناوى  او د اسلام د مبين دين د حکمونو رعايتول او تطبيقول دي .
د ظفر قول اردو درستيزوال زياته کړه: تاسو د سولې د ساتوونکو په توګه               واحد هدف او مشخص دنده لرئ او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتيا او ملي خپلواکۍ څخه دفاع کوئ .
د يادونې وړ ده چې په روان کال کې دا د ملي اردو دريم تعليمي کنډک دى  چې د هرات له ولايت څخه فارغ او د امنيتي او پوځي چارو د اجرا کوله په مقصد ګومارل کيږي  .
د هرات د ساحوي مرکز له جوړيدو څخه تر اوسه پورې دا ٣٣  کنډک دى چې سرتيري پکې د کورنيو ښوونکو تر نظرلاندې زده کړې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته