امنیت

اته تنه وسله وال طالبان په فارياب کې ووژل شول

کابل باختر دکب نولسمه :
اته تنه وسله وال طالبان په فارياب کې له پوځيانوسره د جګړې په بهيرکې ووژل شول .
  په دغو وسله والو طالبانو نن سهار په المار ولسوالۍ کې بريد وشو .
  د فارياب ولايت د سيمه ئيزو پوليسو يو قوماندان باخترآژانس ته وويل چې جګړه هغه وخت ونښته چې يوه ډله موټرسايکل سپرو طالبانو د سرتيرو د سپرلۍ په کاروان بريد وکړ .
  ده وويل: په دې جګړه کې د طالبانو د ډلې د يوه سيمه ئيز قوماندان په ګډون اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
  ويل کيږي په دې جګړه کې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته