امنیت

څلور تنه بريتانوى سرتيري ټپيان شول.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٩
څلور بريتانوى عسکر په هلمند ولايت کې ديوځانمرګې بريد له امله ټپيان شول .
د رارسيدلو خبرونو له مخې : دغه پيښه پرون د هلمند ولايت دنادعلي په ولسوالۍ کې رامنځته  شوه .
دافغان مقاماتو دڅرګندونو له مخې  : بريتانوي ځواکونه د نادعلي ولسوالۍ په مربوطاتو کې په ګزمه بوخت وو چې دوي ته څيرمه ځانمرګې بريد وشو او له امله يې ددغه هيواد څلور تنه عسکر ټپيان شول .
دا پيښه په داسې حال کې وشوه چې په هلمند ولايت کې ميشت بريتانوى ځواکونو د نهرسراج په ولسوالۍ کې يوه  پوځي اډه افغان ځواکونو ته سپارلي ده .
دبريتانيا د دفاع وزارت  دهمدې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي ددغه هيواد ځواکونه د ٢٠١١ م کال دجولاى له مياشتې په دغې اډې کې  شتون درلود. دبريتانوي دمقاماتو دڅرګندونو له مخې :  هيله کيږي چې په هلمندولايت  کې
د روان کال  اکتوبر دمياشتې تر پاى پورې څلور نورې اډې هم افغان ځواکونه وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته