سیاست

داسلام اباد ماجرا غوښتنې دخبرو دبې نتيجې پاتې کيدو لامل .

کابل باختر دسلواغې  درې ويشتمه :
دکابل او اسلام اباد ترمنځ  داړيکو عادي کول په سيمه ئيز ټيکاو او اقتصاد نيغ په نيغه  اغيزه لري او  داکار به هغه وخت شونى  وي چې په پاکستان کې پوځيان له ماجرا غوښتنو څخه لاس واخلي او دافغانانو په شان  په سيمه کې دباور دپيداکولو او همغږۍ لپاره چمتو شي .
دباختراژانس مفسر ليکي: افغانستان او پاکستان ترينګلى او له تاوتريخوالي ډکې اړيکې تيروي ، په داسې حال  کې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ  داوسنيو کړکچونو اوستونزو لاملونه او علتونه  معلوم دي ، پاکستاني واکمنان دې ته حاضر نه دي  چې ددغو ستونزو او چلنجونو د لرې کولو لپاره له افغانانو سره همغږي شي چې سيمه دمثبتې  او کارنده همغږۍ  او همکارى په لور خپله لاره پرانيزي .
دافغانستان ددولت په هلوځلو  او نوښت  سره له پاکستاني لوري سره دتفاهم او ديالوګ  لاره تل پرانستې  پريښودل شوې ده . او دافغانستان دولت اوس او په تيرو وختونوکې دهر هغه عمل او نوښت  چې کولاى يې شول ددواړو هېوادونو ترمنځ داړيکو دعادي  کولو زمينه برابره  کړي هرکلى  وکړ او ملګرتيا يې وکړه
   دافغان او پاکستاني مقاماتو ترمنځ  په هغې غونډې چې په وروستيو ورځو کې په کابل او اسلام اباد کې  جوړې شوې دهمدغو نوښتونو يوه برخه وه چې ښيي په افغانستان کې دستونزو دحل کولو لپاره ژمنه ،  منطق ،  انګيزه  او پروګرام شتون لري  خو له بده مرغه  دخبرو دواړه پړاونه هم دکابل او هم په اسلام اباد کې له سيمه ئيزو ماجراغوښتنو څخه دپاکستان دلاس نه اخستلو په دليل ، بې نتيجې  پاتې شول.
سره له دې چې دنظام انتقادکوونکو او افغان سياسي  کارپوهانو مخکې له دې ويلي و چې له پاکستان سره خبرې او  تفاهم نتيجه نه لري اوبايد دپاکستان دقانع کولو لپاره نور انتخابونه وکارول شي خو دافغانستان دولت لاتراوسه پورې هم دافغانستان او پاکستان ترمنځ داوسنيو شخړو او ستونزو په منطقي حل  باندې ټينګار وکړ .
دافغانستان او پاکستان ترمنځ اړيکو کې ستونزې زياتې او پراخې  دي چې ټولې ېې  دپاکستان په ماجراغوښتنو  پورې اړه پيداکوي .
پاکستان دافغانستان دستونزو په ژورتيا کې چې څه دپاسه درې لسيزې دغه هېواد ورسره مخامخ دى په افغانستان او سيمه کې دخپلو موخولپاره  زمينه برابروي او دغو موخو ته درسيدو لپاره يې زيات وسايل  پيداکړي او کارولي دي .
  دطالبانو او داعشيانو دافراطي او ډار اچوونکو ډلو جوړول ، دافغانستان ددولت پرخلاف دحربې اووسيلې په توګه له مهاجرينو څخه استفاده ، دافغانستان دترانزيت او سوداګرى  په برخه کې دستونزو پيداکول او په نړيوال ډګر کې دافغانستان ددولت دتجريدولو لپاره دډلو ټپلو او  ايتلافونو جوړول  هغو موخو ته درسيدو لپاره دپاکستان دهلوځلو  يوه برخه ده   چې په افغانستان  او سيمه کې په نښه شوي دي  پاکستان دطالبانو ، داعشيانو ، دحقاني دشبکې او دنورو ډلو په ګډون له ډار اچوونکو ډلو څخه په استفادې سره چې پاکستانيان دي دافغانستان ددولت او خلکو پرخلاف په مغرضانه اقداماتو لاس پورې کوي او په سيستماتيک  ډول له دغو ډلو څخه استفاده کوي   سره له دې چې پاکستان په نړيوال  ډګر کې له دغو ډلو سره خپلې اړيکې او ملاتړ پټو ي  خو دطالبانو ، دحقاني دشبکې او دنورو ډار اچوونکو ډلو مشران دپاکستان په ښارونو کې په ازادانه ډول تګ راتګ کوي په داسې حال کې چې داکار دپاکستان دپوځيانو او استخباراتو له ملاتړ پرته  ناشونى دى .
افغان سياسي کارپوهان وايي چې دافغانستان ستونزه ،  سياسي  ستونزه نه ده بلکې يوه استخباراتي جګړه او تعرض دى چې دپاکستاني پوځيانو او ددغه هېواد داستخباراتو  له خوا دافغانستان پرخلاف  پيل شوي دي نن ورځ په پاکستان کې پوځيانو سياست  ، اقتصاد ، سوداګرى او په ټوليزه توګه دپاکستان ټولنه  رانغاړلې  ده او دغه هېواد يې دګاونډيو هېوادونو د ټوپ په تختې او دبې ثباتۍ  په عامل بدل کړى دى او دپاکستان او دګاونډيو  هېوادونو ترمنځ يې دبې باورى فضا برابره کړې ده .
دپاکستان ستونزه يواځې له افغانستان  سره نه ده بلکې  دغه هېواد سيمه ئيزې او نړيوالې  ستونزې لري چې دپاکستان دتجريد سبب شوي دي او تر هغه وخته پورې چې پاکستاني پوځيان له ماجرا غوښتنو او له افراطي  او ډار اچوونکو ډلو سره له ملاتړ څخه لاس په سرنه شي له کابل  ، ډيلي اوسيمې سره داسلام اباد داړيکو دعادي کيدو امکان به لرې وي .
دافغانستان خلک دپاکستان دخلکو په مخاطب  کولو سره  دا پيغام ورکوي چې ددواړو هېوادونو ترمنځ  داړيکو دعادي کولو لپاره ظرفيتونه شته ،افغانستان او پاکستان په سيمه ئيزه جغرافيا کې له يوبل سره په ژوند محکوم دي او ديوبل له درک او همغږى پرته  بله لاره نه لري  او که چيرې پاکستان غواړي چې دګاونډيو هېوادونو په محاسبه کې ونه بايلي او دګاونډيو هېوادونو ترمنځ خپل راتلونکى وساتي بايد واقعيتونو ته غاړه کيږدي او ځان دسيمه ئيزې  کورنۍ ديوه غړي هېواد په توګه  څرګند کړي .
  ختم_عطاالله _اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته