فرهنګ

د ميرمن نانسي دوپري د مړينې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ډاډګيرنې پيغام

کابل باختر دوږي دمياشتې ١٩  نيټه  :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه هيئت د مورخې او لرغونپوهې ميرمن نانسي دوپري د ميړنې په خاطر چې د افغانستان د تاريخ او د لرغونو آثارو د ساتنې لپاره يې مدرکونه راټولول، خواشيني څرګندوي.
ميرمن دوپري په افغانستان مينه وه، په همدې دليل د دغه هېواد له تاريخ څخه له زياتې پوهاوۍ وروسته د دغه هېواد لرغونپوهانو او څيړونکو ته د هغې پيغام دا و چې يوازې ځان او خپلو همکارانو ته ونه ليکي. په همدې دليل په پيښورکې د اکبر د معلوماتي مرکز چې د اکبر بنسټ په چوکاټ کې جوړ شوى و، په  ٢٠٠٥ ميلادي کال کې دغه بنسټ له پيښور څخه کابل ته وليږدول شو او په  ٢٠٠٧ ميلادي کال کې دغه مرکز ته د کابل پوهنتون د کتابتون په انګړکې يو ځاى مشخص او په  ٢٠١٣ ميلادي کال کې دغه مرکز پرانستل شو.
ميرمن دوپري دغه راز په همدې کال کې د (دوپري فونډيشن) بنسټ جوړ کړ .
د تاريخ او د دغه هېواد د بډاى فرهنګ د پيژندلو په برخه کې د ميرمن دوپري  کارنامې زياتې دي. دا د افغانستان په باب د پنځو کتابونو مولفه ده.
دې او د دې ميړه د افغانستان په باب زيات آثار راټول کړي دي.
نانسي دوپري او د دې ميړه د لرغونپوهنې او د افغانستان د تاريخي آثارو د کشف په برخه کې ارزښتناک خدمتونه ترسره کړي دي. دا په افغانستان مينه وه.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه هيئت په دې باور دى چې د هېواد د تاريخ او فرهنګ د برخې يوه خدمتګاره يې له لاسه ورکړې ده.
ميرمن دوپري په ١٩٢٧ ميلادي کال په نيويارک کې وزيږيده او په  ١٩٦٢ ميلادي کال کې افغانستان ته راغله او په پاى کې ددغه هېواد تابيعت يې ومانه .
پاى ج  ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته