کابل باختر دمرغومي لسمه :
دهيواد د نولس کلنې د کرکټ ټيم په اماراتوکې د آسيايي جام په سياليوکې د ماليزيا ټيم ته ماتې ورکړه .
دهيواد دکرکټ بورد د رسنيو ويندوى اومسوول فريد هوتک دباخترآژانس خبريال ته وويل: په دې سيالۍ کې لومړى د ماليزيا ټيم لوبه پيل کړه او په نولسو اورونو کې يې افغانستان ته څلويښت منډې هدف وټاکه چې د افغانستان ټيم په دريو اورونوکې د لوبغاړوله سوځيدوپرته هدف پوره کړ او د دغې سيالۍ ګټوونکى شو.
دغه سيالۍ د اتو هيوادونو ترمنځ په عربي متحده اماراتو کې پيل شوېدي چې د افغانستان ټيم په بي ګروپ کې د سريلانکا، بنګله ديش او دماليزيا له ټيمونوسره لوبه وکړه چې وکولى شول د سريلانکا او ماليزيا ټيمونو ته ماتې ورکړې او د بنګله ديش د ټيم په وړاندې يې ماته وخوړه .
دبنګله ديش او سريلانکا دټيمونو ترمنځ دلوبې په ترسره کيدوسره به چې نن ترسره شي. هغه ټيمونه چې وروستى پړاو ته لاره مومي؛ وبه ټاکل شي.
0 1 دقیقه لوستل