ښوونه او روزنه

دپوهنې وزارت دپنځوسو مليونو ټوکو کتابونو دچاپولو خبر ورکړ .

کابل باختر  دچنګاښ ٢٦
دپوهنې وزارت  په داسې حال کې زده کوونکو ته  دپنځوسو مليونو ټوکو کتابونو دچاپولو خبر ورکړى دى  چې ځينې کارپوهان  په دې باور دي  چې دنصاب کيفيت ته پاملرنه  غوره والي لري . نه نورې مسئلې .
  دباختراژانس  دخبريال دخبرله مخې ،  دپوهنې وزير  اسد الله  حنيف بلخي په يوه غونډه کې  طرحه کړه  چې دغه وزارت  مشخص تعليمي کارپوه  نه لري .
ده دپنځوسو مليونو ټوکو نويو درسي کتابونو  چاپولو ته  په اشارې سره  وويل هغه کتابونه چې پخوا چاپ شوي دي  املايي او انشايي  غلطي لرلې او دغه مسئله  دنويو کتابونو دچاپولو اړتيا  لاپسې ضروري کوي .
  ده زياته کړه چې دغه کتابونه به  ديونيسف ادارې  په مرسته چاپ شي .
  ويل کيږي  چې  دامريکا پرمختيايي اداره په راتلونکو پنځو کلونوکې ددرسي کتابونو  دچاپولو په موخه  دپوهنې له وزارت سره  دکابو اويا مليونو ډالرو مرسته کوي .
په همدې حال کې  داستازو په مجلس کې دهرات دخلکو  استازي  مسعودې کړوخيل  دافغانستان دپوهنې تعليمي نصاب تقليدي نصاب بولي او د تعليمي نصاب  دبرخې  دکارپوهانو دکدرونو دروزنې غوښتنه  کوي .
دميرمن  کړوخيل په باور په کوم وزارت کې  چې نوي وزير په کار پيل کوي له خپلې سليقې سره سم کار کوي .  دهېواد پوهنه کيفي ښه والي ته  اړتيا لري .
دې ټينګار وکړ  چې  تقليد موږ خراب کړې يو اوبايد مخه يې ونيسو .
  دالفتح  ليسې  دلسم ټولګي زده کوونکې  مروه  دښوونځيو تعليمي نصاب  ته  په پاملرنې سره وايي  ځينې درسي کتابونه  ډير پيچلي دي  اوبايد ددرسي نصاب  په برابرولو کې دزده کوونکو ذهني او رواني مسئلې  په پام کې ونيول شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته