ټولنه

د پښتو ژبې د محبوب سندرغاړي د مړينې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين د ډاډګيرنې او خواخوږۍ پيغام!

کابل – باختر دزمري دمياشتې ٣
د پښتو ژبې د محبوب سندرغاړي د مړينې په مناسبت د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير ډاکتر سيدمخدوم رهين د ډاډګيرنې او خواخوږۍ پيغام!
په خواشينۍ سره مې خبر ترلاسه کړ چې د هيواد د پښتو ژبې محبوب سندرغاړى خيرمحمد خندان وفات شوى دى.
اروښاد خيرمحمد خندان خپل په لسګونو ښکلې سندرې د هيواد په دننه او بهرکې ثبتې کړې دي او د هيواد په ننه او بهرکې يې زيات محبوبيت درلود.
د استاد اولمير، استاد محمد دين زاخيل، استاد منور او د استاد سيدعلم په شان د فقيدو هنرمندانو ترڅنګ او د استادګل زمان ، ميرمن قمرګل او د ميرمن رخشانې په شان د ژونديو هنرمندانو ترڅنګ د خيرمحمد خندان په شان هنرمندانو له نيمې پيړۍ راپه دې خوا د هيواد پښتو موسيقۍ ته زيات خدمتونه ترسره کړي دي؛ نومونه يې تل پاتې وي.
زه په داسې حال کې چې ددغه هنرمند خيرمحمد خندان د نه شتون له امله زيات خواشينه يم؛ د خپلې ډاډګيرنې او خواخوږۍ مراتب د ده کورنۍ او د افغانستان هنري ټولنې ته څرګندوم.
د لوى خداى (ج) له دربارڅخه اروښاد ته دفردوس جنت او کورنۍ او دوستانو ته يې د جميل صبر هيله کوم.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته