ټولنه

په عربستان او ترکيه کې دافغانانو ستونزې وڅېړل شوې

کابل باختر دثوردمياشتې ٢ نيټه :
په سعودي عربستان او ترکيه کې   د يوشمېر ميشتو افغانانو  د ستونزو د حل په مقصد د ملي امنيت د شورا د بين الوزارتي کميټې غونډه د بهرنيو چارو وزارت د ادارې او منابعو د معين ډاکټر نصير احمد انديشه په مشرۍ  د دغه  وزارت په مقر کې  جوړه شوه.
د بهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ:
  په دې غونډه کې  دماليې او د ترانسپورت د وزارتونو معينانو، دملي امنيت دشورا د دارلانشا ريېس ،دپاسپورت لوى ريېس ، د جمهوري رياست  دچارو  د ادارې د لوى رياست  د فرهنګي اړيکو ريېس  او د وګړو دا حوالو دثبت د ادارې  مرستيال  ګډون کړى وو.
ډاکټر انديشه  په سعودي عربستان کې ميشتو افغانانو ته دبرېښنايي پاسپورټونو د وېشلو  او د نوم ليکنې په بهيرکې  دپرمختګونو په بيانولو سره    څرګنده کړه چې تر اوسه پورې   په څه ناڅه سلو زرو تنو پاسپورتونه وېشل شوي دي  او دغه بهير به  په نږدي راتلوونکي کې بشپړ شي.
ددغه بهير په وروستي پړاو کې   دهغو افغانانو قضيوته  چې جدي حقوقي ستونزې لري ، پاملرنه وکړي.
د دغې غونډې په بهيرکې په رياض کې د افغانستان سفير سيدجلال کريم د ويډيو کنفرانس له لارې  د زده کړې ، روغتيا ، دکار د جواز، مالياتو  او نورو برخوکې  په سعودي عربستان کې د مېشتو افغانانو دستونزو په باب معلومات وړاندې کړل.
دغونډې  غړو   د خليج حوزې په  هېوادونو کې د مېشتو افغانانو  دستونزو دڅېړنې په ارزښت باندې په ټينګارسره په دې برخه کې د افغانستان د دولت  د پاملرنې ډاډ ورکړ.
د غونډې په پاى کې پريکړه وشوه  چې د مهاجرينو د انساني حقوقو د رعايتولو او د ترکيې له دولت سره د تفاهم پربنسټ په دغه هېواد کې   د مېشتو افغانانو حالت  وڅېړل شي.پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته