ميمنه باختردليندۍ دمياشتې٢٠ نيټه :
د فارياب ولايت د پوهنې رياست د ساينس مرکز د جوړولو کار نن د دغه ولايت په مرکزکې پيل شو.
د فارياب ولايت مرستيال عبدالمقيم راسخ د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل: دغه مرکز د ښار او کور جوړولو وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د اووه ويشتو ميليونو افغانيو په لګښت په زر مربع متره ځمکه کې په دريو پوړونوکې په پاخه او اساسي ډول په يوه کال کې جوړيږي.
د فارياب ولايت مرستيال وويل: په دې ودانۍ کې ١٥ خونې، يو سالون او نور ضروري ملحقات په پام کې نيول شوي دي.
پاى ج ذ
2 د یوې دقیقې څخه لږ