ټولنه

يونيسف په افغانستان کې دماشومانو دتلفاتو د زياتوالى له امله انديښنه څرګنده کړه

کابلباخترد جوزا٢٣
دملګرو ملتو د سازمان د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا يونيسف په جنګي شخړو او تروريستي پيښوکې د افغان ماشومانو دسردزيان زياتوالى دنه منلو وړوباله .
يونيسف په يوې اعلاميې کې چې په دې وروستيو وختوکې خپره کړې ده؛ ټينګارکړى چې په افغانستان کې ښکيلې لوري بايد له داسې لارو چارو څخه کاروا خلي چې د شخړو او پيښو په وخت کې د ماشومانو ژوند خوندي وي.
يو نيسف وايي: د روان ميلادي کال دڅلورو مياشتو په بهيرکې په افغانستان کې د ماشومانو تلفات دتيرکال په پرتله په سلوکې اووه ويشت زيات شوي دي.
ديو نيسف دڅرګندونو له مخې: د٢٠١٢ کال په بهيرکې يوزرو درې سوه څلورتنه ماشومان په افغانستان کې د جګړې او تروريستي پيښو په بهيرکې وژل شوي دي.
د يو نيسف د مقاماتو دڅرګندونو له مخې: زياتره ماشومان دهغو بريدونو اوپيښو په بهيرکې چې د دولت وسله وال مخالفين د هغو مسووليت په غاړه اخلي، وژل شوي دي.
يو نيسف دغه راز هغومواردو ته هم اشاره کړې ده چې ماشومان د نړيوالو ځواکونو د هوايي بريدو نو او يا د دولتي ځواکونو دعملياتو په بهيرکې زيانمن شوي دي.
يو نيسف په داسې حال کې په افغانستان کې د ماشومانو د تلفاتو د زياتوالى له امله انديښنه څرګنده وي چې څو ورځې مخکې د پکتياولايت د څمکنيو ولسوالۍ د يو ښوونځى لس تنه زده کوونکي دطالبانو ديو ځانمرګى بريد له امله شهيدان شول.
په دې پيښه کې لس تنه نور زده کوونکي ټپيان شول. په يوه بله پيښه کې يو پلار له خپلو دريو تنو ماشومانو سره په فراه ولايت کې د يو ماين قرباني شو چې طالبانو د هغه د ايښودلو مسووليت په غاړه واخيست.
دغه رازڅوتنه ماشومان چې له خپلو کورنيو سره يې په پکتيا ولايت کې سفرکاوه؛ دطالبانو له خوا د ايښودل شوى ماين قرباني شول.
دغه راز په کابل کې د دوو ځانمرګو بريدونو له امله چې په شاه شهيد او دريم مکرويان کې وشول؛ يوشميرماشومان شهيدان او يا ټپيان شول.
برسيره پر دې يوشميرماشومان د هوايي بريدونو اويا د امنيتي ځواکونو د تصفيوي عملياتو په بهيرکې وژل شوي دي چې دخواشينى وړ دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته