کابل باختر د وري اتلسمه :
دوسله والو طالبانو په ډلې پورې اړوند نهه تنه ډار اچوونکي په نورستان ولايت کې له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول .
په يرغلګرو نن له غرمې وروسته دنورستان ولايت دمرکز پارون ښار ته څيرمه ټيک هغه وخت بريد وشو چې غوښتل يې په يوه واټ کې ماين ښخ کړي .
دهېواد په ختيځ کې دپوليسو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې نښته کې نهه تنه يرغلګر ووژل شول .
ده وويل چې وسله وال طالبان دپارون ښار په يوه واټ کې په ماين ښخولو بوخت وو چې بريد پرې وشو .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې امنيتي مامورانو نن سهار د نورستان ولايت په ګن ميشتو سيمو کې دشپږو ماينونو په کشف او شنډولو سره په دغه ولايت کې ديولړ چاودنو مخه ونيوله .
0 1 دقیقه لوستل