کابل باختردسلواغې دمياشتې ١٣ :
دکابل _ قندهار په لويه لاره کې له يو بار وړونکي موټر سره د دوو مسافر وړونکو موټرو دټکر له امله درې تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
دغزني ولايت دترافيکو مدير محمدالله احمدي باختراژانس ته وويل: دغه پيښه پرون له غرمې مخکې په يوولسو بجو دميدان وردګو ولايت دسالارچينې په سيمه کې رامنځته شوه .
دغزني ولايت دترافيکو مدير وويل چې ددغې پيښې ديو تن ټپي روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى ..
دکابل _ قندهار لويه لاره يوه له هغو لارو څخه ده چې په هغه کې زياتې ترافيکي پيښې رامنځته کيږي چې له انساني تلفاتوسره يوځاى وي.