ښوونه او روزنه

جمهوررئیس غني : پوهنتونونه بایدله نوري فایبر سره ونښلول شي

–  کابل باختر دوري دمياشتې ٢ :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې د لوړو زده کړو د کیفیت په اړه غونډه وشوه.
دجمهور رئيس دوياند مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
په پیل کې د لوړو زده کړو وزیرې فریدې مومند د معلوماتي ټکنالوژۍ، د اکاډمیکو چارو د انسجام، دکانکور ازموینو، د تحصیلي بنسټونو د کیفیت لوړولو او اعتبار ورکولو په برخو کې د دې وزارت د تېر کال د علمي لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه راپور ورکړ.
هغې نوري فایبر سره د پوهنتونونو د نښلولو، د ای ټي مرکزونو د ایجاد، د ټکنالوژي وسایلو او شبکې تجهیز، د انټرنټ د ظرفیت زیاتوالي او د معلوماتي سیستم ادارې ایجاد په برخو کې د لوړو زده کړو وزارت لاسته راوړنې یادې کړې.
د لوړو زده کړو وزیرې زیاته کړه، د تقنین او موسساتي انکشاف، څېړنې، د تدریسي نصاب، ماسټرۍ زده کړې، د کنټرول سیستم تطبیق، د پوهنتونونو لپاره د عمومي ویب پاڼې انکشاف، د روزنیزو پالیسیو او لایحو نهایي کول او د ۱۳۹۶ لمریز کال لپاره د پلان برابرولو برخه کې لاسته راوړنې لرلې.
اغلې مومندې څرګنده کړه، لوړو زده کړو وزارت کوښښ کوي هغه افراد جذب کړي چې د بودجې په مصرف کې شفافیت او معقولیت تضمین شي.
هغې وویل، د لابراتوار، کتابتون، د استادانو د ظرفیت لوړولو او فساد سره د مبارزې برخو ته توجه شوې ده.
جمهور رئیس غني وویل، د هېواد د لوړو زده کړو په برخه کې ښه بنسټ اېښودل شوی او د بشري قوا عالي شورا ایجادېږي چې د مهمو مسایلو په اړه به تصمیم ونیسي. هغه د لوړو زده کړو وزارت د ځینو پرمختګونو مننه وکړه وې ویل، باید د لوړو زده کړو په برخه کې واضح لیدلوری رامنځته شي.
جمهور رئیس زیاته کړه، په روان کال کې له نوري فایبر سره د نښلولو لپاره مانع نه لیدل کېږي او پوهنتونونه باید نوري فایبر سره ونښلول شي.
جمهوررئيس  څرګنده کړه، د محصلینو لیلیو ته زیاته پاملرنه کېږي.
جمهور رئیس رئیس غني زیاته کړه، هر اقدام چې د لوړو زده کړو د کیفیت لوړولو او زیاتولو لامل شي حکومت به یې ملاتړ وکړي.
جمهوررييس د لوړو زده کړو وزارت ته لارښوونه وکړه چې د لوړو زده کړو وضعیت د لا ښه والي لپاره واضح طرحه ترتیب کړي چې په اساس  یې ملاتړي اقدامات وشي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته