سیاست

حامدکرزي د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ له یو شمېر مشرانو سره وکتل

کابل باختر دقوس ٢مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ له یو شمېر مشرانو، دیني عالمانو او مخورو سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبرورکړ
په دغه کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، شریف الله خان او مولوي رحمت الله خان د نورو په استازیتوب خبرې وکړې وې ویل: لکه څنګه چې د تاریخ په اوږدو کې هیڅ افغان هم د پردیو ظلمونو ته غاړه نه ده ایښې اوس هم هیڅ افغان د پردیو زور زیاتی او ظلم نه شي منلی.
دوی د غزني ولایت د اندړو په ولسوالۍ کې د طالبانو پرخلاف ولسي پاڅون ته اشاره وکړه، وې ویل: طالبانو د دغې ولسوالۍ غښتلي مشران او مخور شهیدان کړل، ښوونځي یې وتړل، د ښوونځیو ښوونکي او زده کوونکي یې وګواښل، خلک یې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ او په هغوی باندې یې دژوند ساحه راتنګ کړه، له دې امله د اندړو خلک دې ته اړ شول چې د طالبانو پر وړاندې په ولسي پاڅون لاس پورې کړي.
دوی څرګنده کړه چې د طالبانو پر وړاندې دا د اندړو ولسوالۍ د خلکو پاڅون یو ولسي پاڅون دی په دې کې بل هیڅوک نه لاس لري او نه هم چا د طالبانو په ځپلو کې ورسره همکاري کړې ده، یوازې د اندړو خلکو پر خپل مټ طالبان له خپلې سیمې څخه شړلي دي.
د اندړو مشرانو د هېواد د نورو سیمو په اوسیدونکو هم غږ وکړ چې د ظلم پر وړاندې راپاڅیږي او هغه کسان چې د دوی آرام او سوله ایز ژوند گډوډوي ، له خپلو سیمو څخه وشړي.
حامدکرزي د ظلم پرخلاف دریدل د افغانانو خاصه وبلله، وې ویل: د ظلم او زور زیاتي پر وړاندې دریدل او په خپله سیمه کې د سوله ایز ژوند لپاره د شرایطو برابرول د هر انسان حق دی چې د اندړو خلکو هم د خپل دغه روا حق د ترلاسه کولو لپاره پر ولسي پاڅون لاس پورې کړی دی.
د هېواد جمهوررئیس ټینګار وکړ چې په ولسي پاڅونونوکې دې هڅه وشي چې د امکان تر بریده له وسلې ونه کارول شي، بلکې ظالمان دې دیته اړکړای شي چې له وینو تویولو پرته سیمه پریږدي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته