سیاست

تبصره

کابل باختر  دليندى اوولسمه :
دفوايد عامې وزارت مقامات وايي چې دافغانستان ددولت له خوا دطرحه شوي پروګرام له مخې دغه هېواد به تر ٢٠٢٧ ميلادي کال پورې پنځه زره پنځه سوه پنځوس کيلومتره  داوسپنې پټلۍ ولري او په دې ترتيب به افغانستان دسيمې  په کچه  د اقتصادي همکاريو لپاره دپيوستون  يومرکز وي.
   دباختراژانس مفسر ليکي.
دافغانستان دولت په وروستيو کلونوکې له جغرافيايي  تجريد څخه ددغه هېواد او دوتلو په موخه زياتې هلې ځلې کړي دي .
په وچې پورې اړوند افغانستان په تيرو وختونوکې دپاکستان په بندرونو زياته ډډه لګوله او پاکستان دهغو ګټواو خوبونو په پام کې  نيولو سره چې لرل يې  دافغانستان دترانزيت  له حق څخه ددغه هېواد دخلکو او دولت پرخلاف دفشار دټکي په توګه کار واخسيت چې زموږ  دهېواد اقتصاد ته يې  زيات تاوانونه واړول خو په وروستيو  کلونوکې دافغانستان دولت خپلې هلې ځلې  وکارولي  چې ښيي افغانان دبديلو لارو دموندلو په  فکر کې دي او ددغه شان لارو په موندلو کې يې يولړ برياليتوبنه هم ترلاسه کړى دى .
دايران له چاه بهاربندر څخه استفادې  په برخه دهند ، افغانستان او ايران ترمنځ موافقه دلاجوردو دترانزيتي لاروپرانستل چې افغانستان دترکمنستان او اذربايجان  له لارې  له ګرجستان سره او ترکيه له دغه تګلوري څخه له اروپا سره نښلوي .
دحيرتانو – چين  داوسپنې پټلۍ  پرانستل او له هغې څخه کټه اخستنه او د آقينې داوسپنې  پټلۍ پرانستل او له هغې څخه استفاده دبديلو ترازيت  لارو دموندلو په مقصد دافغانستان ددولت  دهڅو او هاند بيلګې دي چې کولاى شي  له اقتصادي ودې او له ترانسپورتي تجريد څخه دافغانستان له وتلو سره مرسته وکړي  خو دافغانستان دولت يوازې  په دغومواردو بسوالى نه دى  کړى.
دفوايد عامې وزير وايي چې دافغانستان دولت داوسپنې پټلۍ  دغځولو  او له نړۍ  سره دافغانستان دپيوستون په برخه کې پراخ پروګرامونه لري .
دفوايد عامې  دوزير دڅرګندونوله مخې  دافغانستان دولت په پام کې لري چې دغه هېواد له يوولسو مشخصو ساحو څخه داوسپنې  پټلۍ له لارې  دسيمې له ترانسپورتي  شبکو او تګلورو سره  ونښلول شي .
دتورخم _ جلال اباد _کابل داوسپنې پټلۍ غځول  دپنځه ګونو  کرښو ( افغانستان ، ايران ، تاجکستان ، قرغزستان ، چين ، ا تامراد ) اقينه   خواف _ هرات _ اقينه ، شبرغان ، هرات ، کندز ، شيرخان  بندر ، تورغندي  هرات ، مزارشريف ، ميمنه ،  هرات ،  هرات ، فراه او زابل _ ايران او فراه _ قندهار _ بولدک ديوولسو ساحو يوه برخه ده چې افغانستان  دګاونډيو هيوادونو داوسپنۍ له پټليو  او له دې لارې  له بهرنۍ   نړۍ  سره نښلوي .
ددغه پروګرام  تحقق  کيداي شي دسيمې په کچه ديوه بدلون  سبب شي  ځکه ددغه پروګرام ګټه يوه اړخيزه نه ده او يوازې افغانستان ورڅخه  ګټه اخلي بلکې دتجارتي مالونو دليږدونې د حجم په زياتوالي او دسيمې  دهېوادونو ترمنځ دسوداګرۍ او اقتصاد په پراختياکې  هم اغيزه لري او په دې ترتيب به افغانستان له يوې  خوا په خپل مخ دارتباط نوې  دريڅې پرانيزي  له بله پلوه افغانستان دسيمې دهېوادونو دارتباط ورکوونکي په توګه خپل دريځ پياوړي کړي .
نو افغانستان دفرصتونو په همکارۍ او  همغږۍ  هيواد دى چې بايد له دغو فرصتونو څخه په هراړخيزه توګه ګټه واخلو .     

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته