جلال آباد/ باختر د چنګاښ ديارلسمه :
د افغانستان په ختيځ کې د دريو تنو پاکستانيانو په ګډون ٢٦ تنه داعشيان په نويو هوايي بريدونوکې ووژل شول .
په دغو داعشيانو نن سهار په کوټ، هسکې مينې او اچين په ولسواليوکې د دوى په پټنځي بريدونه وشول .
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياندحضرت حسين مشرقيوال د باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دغو هوايي بريدونوکې د دريو تنو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون ٢٦ تنه داعشيان ووژل شول .
ويل کيږي چې په دغو هوايي بريدونوکې د کلي اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې په ننګرهار ولايت کې پوځيانو د يولړچاودنو مخه نيولې ده .
د را رسيدلو خبرونوله مخې: امنيتي مامورينو نن سهار شپږ ماينونه د اچين، مومند درې او د کوټ د ولسواليو په گڼ ميشتو لاروکې کشف او شنډ کړي دي .
1 1 دقیقه لوستل