امنیت

په زابل کې دچاودنې له امله درې تنه ټپيان شول.

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٣
درې تنه ملکي وګړي په زابل ولايت کې دماين دچاودنې له امله ټپيان شول دغه پيښه نن سهار دشينکى – نوبهار دولسواليو په عمومي واټ کې هغه وخت رامنځته شوه چې دملکي وګړو دسپرلۍ فلانکوچ موټر په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت.
د زابل ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر جنرال غلام جيلانى فراهى دباختر آژانس خبريال ته وويل :په دې پيښه کې درې تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
ده وويل: دغه ماين دوسله والو طالبانو له خوا په واټ کې ښخ کړى شوى و چې دملکي وګړو دسپرلۍ په موټر وچاوديد.
د زابل په يو روغتون کې ډاکترانو ددغې پيښې د ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته