امنیت

په قندهار کې شپيته زره کيلوګرامه نشه يي توکې وسوځول شول .

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢١
څه دپاسه شپيته زره کيلوګرامه نشه يي توکې په قندهار ولايت کې وسوځول شول .
دقندهار دوالي ويندوى جاويد فيصل باختر آژانس ته وويل  :
په دغو توکو کې اته ويشت کيلوګرامه هيروين ، دوه ويشت کيلومورفين ،  پنځه پنځوس زره کيلوګرامه اپين ، پنځه ويشت کيلوګرامه چرس ،دوه زره ليتره الکولي مشروبات ، څلور ديرش زره کيلوګرامه کيمياوي توکې ، اتياليتره تيزاب او اووه نوي کيلوګرامه خاشخاش شته چې په تيرو دوو کلونو کې دقندهار ولايت له نشه يي توکو سره دمبارزې دموظفينو له خوا ددغه ولايت له بيلابيلو سيمو څخه کشف او ټول کړى شوى و چې پرون دسيمه ييزو مسوولينو او دقندهار ديو شمير اوسيدونکو په وړاندې وسوځول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته