اقتصاد

په غزني کې د زردالود انډي کولو لپاره مرکز جوړيږي

غزني باختردکب دمياشتې٢٤ نيټه :
د زردآلو د انډي کولو د مرکز  ودانۍ دجوړولوکار نن په غزني  ولايت کې         پيل شو.
د غزني د والي وياند محمدعارف  (نوري)  باختر آژانس ته  وويل ؛  دغه  مرکز  د غزني ښار د نوآباد په  ساحه کې  د کرنې  وزارت له خوا د شپږ ديرشو  زرو امريکايي ډالرو  په لګښت جوړيږي.
هغه وويل چې په دغه مرکزکې به وچ زردالو انډي کېږي.
ده زياته کړه  د دغه  مرکز په  جوړيدو سره  به  بڼوال د زردالود محصولاتو له کبله  ښه  عوايد ترلاسه کړي.پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته