کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢ :
په سرپل ولايت کې په هغو پنځه اويا کورنيو چې دسيلاونو دراوتلو له امله زيانمنې شوې وې ، يوه اندازه خوراکي توکي وويشل شول.
دغه مرستې دنړۍ دخوړو دسازمان او دسرپل ولايت له پيښوسره دمبارزې درياست له خوا پرون وويشل شوې .
دسرپل ولايت له طبيعي پيښوسره دمبارزې دتياري دادارې رييس فيض الله سادات دباخترآژانس خبريال ته وويل : دسرپل ولايت دبلغي او آهادرنگ دکليو په پنځه اويا کورنيو چې دسيلاونو دراوتلو له امله زيانمې شوې وې ، غنم ، غوړي ، دال نخود، بسکويټ اومالګه دنړۍ دخوړو دسازمان او له طبيعې پيښو سره دمبارزې درياست له خوا وويشل شول .
يوتن زيانمن وايي چې دغه مرستې کافي نه دي چې موږ وکولاى شو دخپل ژوندانه ستونزې لرې کړو .
0 1 دقیقه لوستل