سیاست

دبهرنيو چارو وزارت سرپرست په کابل کې دپاکستان له نوي سفير سره وکتل

کابل باختر دچنګاښ څوارلسمه :
دبهرنيو چارو وزارت معين او سرپرست ډاکتر نصير احمد انديښه نن په کابل کې دپاکستان له نوي سفير نصر الله  خان زاهد سره دپيژندګلوي کتنه وکړه .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند  دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.
لومړى دافغانستان دبهرنيو چارو وزارت سرپرست  په کابل کې دپاکستان دپخواني سفير سيد ابرار حسين دکار د دورې ، فعاليتونو او ديپلوماتيکي هڅو له امله قدرداني وکړه او ددواړو هېوادونو ترمنځ په اړيکو کې يې رڼا واچوله او ويې ويل  ددواړو هېوادونو ملتونه زيات تاريخي ، ديني او فرهنګي مشترکات  لري او دزمانې غوښتنه داده چې  ددواړو هېوادونو ترمنځ همکاري له بل هروخت څخه زياتې په بيلابيلو اقتصادي ، تجارتي  او ترانزيتي  ساحو کې پياوړې او پراختيا ومومي .
  په دې کتنه کې په کابل کې دپاکستان داسلامي جمهوريت نوي سفير وويل  له دې امله چې په کابل کې دپاکستان دسفير په توګه ټاکل شوې يم د خوشحالۍ احساس کوم .
هيله لرم چې ددواړو هېوادونو ترمنځ داوسنيو اړيکو دلازياتې پياوړتيا او پراختيا په لاره کې زما ديپلوماتيکي هڅې ګټورې وي .
ددغې کتنې په دوام دواړو لورو دافغانستان او دسيمې دسياسي ، اقتصادي تجارتي او امنيتي موضوعګانو په باب خبرې وکړې .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته