امنیت

په هلمند کې دماين دچاودنې له امله دملي اردو ددوو تنو سرتيرو وژل کيدل

کابل باختر د لړم اتمه
په هلمند ولايت کې دماين دچاودنې له امله دملي اردو دوه تنه سرتيري ووژل شول
دغه پيښه نن سهار دګرمسير ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت وشوه چې ددغو پوځيانو دسپرلۍ موټر په وات کې په ښخ کړي شوي ماين وخوت
دهلمند دوالي ويندوي احمد زيرک له باختر اژانس  سره په اړيکه کې دغه پيښه  تاييد کړه .
ده  وسله وال طالبان ددغې پيښې مسوول وبلل .
په همدي حال کې دهلمند ولايت له سنګين  ولسوالۍ څخه په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې نن سهار په څه ناڅه دريو تنو وسله والوطالبانو په يو ګڼ ميشت واټ کې دماين  ښخولو  په وخت کې دناتو دجنګي الوتکو له خوا بريد وشو او و وژل شول .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته