ورزش

دميوند ټيم د آزادۍ ټيم ته ماتې ورکړه.

کابل – باختر دلړم دمياشتې ١٥
په هرات ولايت کې دفوټبال د دويم لاس سياليو نن سهار دميوند او آزادي دټيمونو په لوبې سره دوام  وموند.
دهرات ولايت دورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر آژانس ته وويل :
په دې سيالۍ کې د ميوند ټيم ديوې په مقابل کې په دوو سره د آزادي ټيم ته ماتې ورکړه.
دغه سيالۍد دولسو ټيمونو ترمنځ په دغه ولايت کې پيل شوې دي .
ديوبل خبرله مخې  : دهرات ولايت دفوټبال دراتګ غوره سياليو پرون مازيګر په يوې لوبې سره دوام  وموند.
دهرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر آژانس ته وويل :
په دې لوبه کې د بيګ بير ټيم يوې په مقابل کې په دريو سره دکهسان پرټيم بريالى شو .
دغه سيالۍ داتو ټيمونو ترمنځ په دغه ولايت کې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته