سیاست

د عربي متحده اماراتو دسفارت شارژدافير له افغانستان سره ددغه هېواد داړيکو په پراختيا ټينګاروکړ

کابل باختر د کب دمياشتې  ٨ :
دبهرنيو چارو وزير  په کابل کې  دعربي متحده اماراتو دسفارت  له نوي شارژدافير سره په کتنه کې   ددواړو هېوادونو داړيکو دپراختيا په باب خبرې اترې وکړې.
دباخترآژانس  دخبرله مخې ؛  دبهرنيو چارو وزير  صلاح الدين رباني نن غرمه په کابل  کې دعربي متحده اماراتو دسفارت له نوي شارژدافير احمدالخاجه  سره وکتل،.
دبهرنيو چارو وزير دعربي متحده عربي اماراتو دسفير او پنځو تنو ديپلوماتانو دشهادت له امله بيا ډاډګيرنه وويله  اوله دغې  غمجنې پيښې وروسته  چې ددوى دشهادت سبب شوه په کابل کې دعربي متحده اماراتو دسفارت شتون  او فعاليت  له افغانستان سره  د عربي متحده اماراتو ددوستانه اړيکو او همکاريو ددوام لپاره  ددغه هېواد ددولت دمشرتابه  دقوي هوډ ښکارندوى وباله .
په کابل کې دعربي متحده اماراتو  دسفارت شارژدافير يادونه وکړه  چې په افغانستان کې ددغه هېواد  دديپلوماتانو شهادت نه يوازې ددواړو هېوادونو دوستانه اړيکو ته زيان نه رسوي بلکې  ددغه هېواد دولت هوډمن  دى   چې له افغانستان سره په بيلابيلو برخو په تيره بيا  دبشردوستانه مرستو  په برخو کې  همکارۍ له پخوا زياتې پراخې کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته