محمود راقي / د چنګاښ / ۸/ باختر
د کاپیسا د دویمې برخې په ولسوالۍ کې یو کانکریټي واټ جوړ شو.
دغه واټ د ٢٦٠٠ مترو په اوږدوالي او د ٥ مترو په سور لسګونو کلي د ولسوالۍ بازار او د کاپیسا عمومي واټ سره نښلوي .
فواید عامې وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د دغه واټ په جوړولو سره د کلیو د اوسیدونکو تګ راتګ او د بزګرانو د کرنیزو محصوولاتو په لېږدولو کې اسانتیاوې برابرېږي .
بزګران د دغه واټ جوړول د خپل کرکیلې او کار د سمون سبب بولي .
/ سعیده