کابل باختر د سلواغې څوارلسمه :
دسرپل ولايت دګوسفندي ولسوالۍ اجراييه مدير تيره شپه دطالبانو له خوا شهيد شو .
دسرپل دوالي وياند ذبيح الله اماني دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغې ولسوالۍ اجراييه مدير محمد ظاهر عزيزي دماښام دلمانځه له اداکولو څخه وروسته چې خپل کورته روان و ددغې ولسوالۍ دقل قلعه په کلي کې دطالبانو له خوا شهيد شو .
خبرځاى زياته کړه چې له دغې پيښې وروسته د وګړني پاڅون دپوليسو له خوا دطالبانو يو غړي ووژل شو او ددښمن نور افرادو تښتيدل .
ختم_ سعيده _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ