ټولنه

د کابل والي: د کرونا د درېمې څپې د مهارولو لپاره تدبيرونه ترلاس لاندې دي

کابل / د غبرګولي١٠مه / باختر
د کروناويروس د درېمې څپې د مخنيوي او په دې برخه کې د موجودو ستونزو د حل په خاطر تېرماښام د کابل ولايت او کابل ښاروالۍ د مسوولينو ګډه غونډه جوړه شوه.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ په دې بېړنۍ غوڼډه کې چې د کابل د والي محمد يعقوب حيدري په مشرۍ او د دغه ولایت د ولسوالانو، سکتوري رييسانو، د کابل ښار د ناحيو د رييسانو او امنيتي مسوولينو په ګډون جوړه شوه؛ د امنيتي تړون پروګرام د تطبيق، د کروناويروس له درېمې څپې سره د مبارزې لپاره د تدبيرونو د نيولو او د کابل په ولسواليو کې د پرمختيايي مسئلو په اړوند خبرې وشوې.
د کابل والي د دغه ولایت ولسوالانو ته په یادو ولسواليو کې د کروناويروس د درېمې څپې د مخنيوي په اړه د تدابيري پروګرامونو، له کروناويروس سره د مبارزې د بېړنۍ کمېټې د غونډې د پرېکړو د څرګند لارښود وړاندې کړ.
حيدري اړوندو مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې د اړتيا وړ توکو لست او بشپړ بودجوي رپوټ ترتيب او وړاندې کړي.
بايد وويل شي چې په هېواد کې د کروناويروس د درېمې څپې په خپرېدو سره کابل، قندهار او جلال آباد د هېواد زيان منونکي ښارونه پېژندل شوي دي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته