امنیت

په ننګرهارکې دبيلابيلو جنايي پيښو په تور ديوولسو تنو نيول کيدل

کابل باختر د لړم پنځمه :
په ننګرهار ولايت کې دبيلابيلو جنايي پيښو په تور يوولس تنه ونيول شول .
دغه کسان په تيرو څلور ويشتو ساعتو کې دننګرهار ولايت په بيلابيلو سيموکې دپوځيانو دځانګړو عملياتو او دپلتڼې  په بهير کې  نيول شوي دي .
  دننګرهارولايت دامنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرفي وال باختراژانس ته وويل چې په نيول شويو کسانو دوژنې ،غلا دنشه يي توکو دقاچاقو او دانسان تښتونې تور لګول شوى دى .
مشرقي وال وويل چې دغه کسان ددغه ختيځ ولايت په بيلابيلو سيمو دپوځيانو دعملياتو او پلټنې په بهير کې نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته