اقتصاد

په سمنګانو کې د ډبرو سکرو په يوه کان کې د چاودنې له امله ١٩ تنه کارګران ووژل شول.

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١١
دسمنګانو په ولايت کې د ډبرو سکرو په يوه کان کې د چاودنې له امله نولس تنه کارګران ووژل شول.
په دې پيښه کې څه ناڅه ١٧ تنه  نور کارګران ددغه کان په يوه تونل کې بندپاتې شوې دي او د ژغورنې منسوبين وايي چې دهغوى دژوندي کيدو لپاره هيله کمه ده.
دغه پيښه دچهارشنبې د ورځې له غرمې مخکې دبر دره صوف ولسوالۍ دمرک
په نامه د ډبرو سکرو په يوه کان کې په ښکاره توګه دميتان ګاز دچاودنې زيږنده بلل شوې ده .
دسمنګانو په ولايت کې يوه سيمه ييز مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل چې
د ژغورنې ټيمونو دنولسو تنو کارګرانو مړي را ايستلي دي خو څه  ناڅه ١٧ تنه نور کارګران   لاتر  اوسه پورې   ددغه کان ديوه تونل دنړيدو له  امله په تونل کې بندپاتې دي .
ده وويل  ، چې د ژغورنې ټيمونو د بندپاتې شويو کارګرانو درايستلو لپاره هلې ځلې پيل کړې دي خو د هغوى د ژوندي پاتې کيدو لپاره دومره هيله نشته.
دسمنګانو ولايت امنيه قوماندان جنرال محمداکرم بيکزاد وايي چې دژغورنې ټيمونه د ډبرو سکرو ددغه کان په نړيدلي تونل کې دهوا کشۍ له لارې غواړي
د بندپاتې شويو کارګرانو د ژوندي   رايستلو لپاره له خپلو   وروستيو هلوځلو
څخه کار واخلي .
ددغه کان قرباني کارګران د سرپل ،  فارياب ،  باميانو او د سمنګانو له ولايتونو څخه دي .
په افغانستان کې ځينې کانونه په تيره بيا د ډبرو سکرو کانونه په غير حرفوي ډول او د ځينو شرکتونو له خوا را ايستل کيږي او دا کار   د دې سبب شوى دى   چې دهيواد دکارګرانو او کان ايستونکو مرګ ژوبله د  هرې ورځې په   تيريدو سره زياتوالي ومومي.
تيرکال هم دسمنګانو ولايت  د روي دوآب ولسوالۍ آبخورک  د ډبرو سکروپه کان کې په ورته پيښه کې ٢٣ تنه کاګران له منځه لاړل.
وزګارتيا  او بېوزلۍ د دې سبب شوې دي . چې ځوانان خپل ځان او خپلې  کورنۍ ته ديوې مړۍ  ډوډۍ د پيداکولو لپاره د ډبرو سکرو په  کانونو کې دخطرونو له شتون سره سره د کارګر په توګه کار وکړي ،  هغه کانونه  چې زياتره يې  پرمختللي استخراجي او حفاظتي دستګاوې او د رايستلو حرفوي کارګران نه  لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته