نړۍ

بنګله ديش يو سلو پنځوس زره چرګان دچرګانو د ناروغى د انديښنې په سبب له منځه يوړل .

ډاکه – باختر د مرغومي شپږمه:
په بنګله ديش کې په تېرو پنځوکلونوکې د چرګانو د انفلونزا د ډيرې سختې ناروغى له خپرېدو وروسته، ددغه هيواد د چرګانو مسوولينو د ډاکې ښار ته څېرمه  د چرګانو د روزنې  په يو فارم کې يو سلو پنځوس زره  چرګان له منځه يوړل.
  د فرانسې دخبري اژانس نن خبر ورکړ  چې د داکې د شمال په څلويښت کيلومتري  واټن کې دباى اګرو د چرګانو د روزنې مسوولينو پرون له هغه وروسته چې په لسګونو چرګان له منځه لاړ ل د اچ – ٥ ان -١ په ويروس ددغو چرګانو  دککړتيا د تشخيص لپاره  نمونې ازمايښت ځاى ته ليږلې دي  .
دچرګانو د روزنې د دغې ادارې  مدير وويل چې ددغه فارم يو سلو شل زره چرګان  يې له منځه وړي دي  او ديرش زره نور چرګان نن  له منځه يوړل کيږي .
  په ٢٠٠٧ کال کې په بنګله ديش کې د چرګانو د انفلونزا ناروغى خپره شوه  چې له امله يې دچرګانو د روزني په زرګونو فارمونوکې څه دپاسه  يو مليون چرګان  له منځه لاړل .
  په ٢٠١٠ کال کې هم دغې ناروغى ددغه هيواد پراخې ساحې ونيولې چې څه ناڅه  يو سلو اوولس زره چرګان  ووژل شول او دوه سوه زره هګۍ په شمالي فارم کې له منځه لاړې .
بنګله ديش دغه راز  له  ٢٠٠٨ کال راپدې خوا دچرګانو د انفلونزا په ناروغى  د انسانانو د اخته کيدو دشپږو مواردو  خبر ورکړى دى  چې دمسوولينو دڅرګندونو له مخې ټول يې  تداوي شوي دي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته