اقتصاد

مالیې وزیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان له ځانګړي استازي سره وکتل

کابل_باختر د کب د مياشتې٢٩مه
دمالیې وزیر اکلیل حکیمي، پرون د خپل کار په دفتر کې د ملګرو ملتونود سازمان له ځانګړي استازي ښاغلي تداماچي یاماموتو، سره وکتل.
دماليې وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې دواړ لورو له بروکسل کنفرانس څخه وروسته د حکومت د ژمنو په پلي کېدو، ملي عوایدو، اصلاحاتو، د ټاکنو د خوندیتوب لپاره د حکومت په مالي چمتو والي، د رڼو ټاکنو تر سره کېدو لپاره د نوي اغېزمن سیستم په جوړولو او مؤثرې ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستنې، د حکومت په راتلوونکو پلانونو او ګڼو نورو اړوندو مسایلو خبرې او د نظر څرګندونې وشوې

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته