هرات باخترد سلواغې ٣ نيټه :
دهرات ولايت دقومونو اوقبايلو په اداره کې مسولان په دغه ولايت کې دڅه دپاسه لسو مواردو قومي شخړو دحل اوفصل کولو خبر ورکوي.
دغه ټکى دهرات ولايت دسرحدونو ، قومونو اوقبايلو رئيس ډاکتر نذيراحمد حيدر زاده ددغه ولايت دمطبوعاتو په مرکز کې بيان کړ او ويې ويل ؛ دروان کال په بهيرکې څه دپاسه لس مورده قومي شخړې چې له کلونو کلونو او مياشتو مياشتو راپه دې خوا دبيلابيلو قومونو اوقبايلو ترمنځ دوام درلود ، حل اوفصل شوي دي.
حيدر زاده د هرات ولايت په سرحدي ولسواليو کې دکلينيکونو او دښوونځيو د
جوړولو اود اوبو او بريښنا دبرابرولو په ګډون دپرمختيايي پروژو داجرا کولو يادونه هم وکړه او زياته يې کړه هغه پروژې چې د دولت له خوا په سرحدي سيمو کې پلې شوي دي له نا امنو سيمو پرته دولسواليو اوکليو خلکو له هغو څخه ګټه اخيستې ده.
پاى ف ذ