امنیت

٤ تنه ډار اچوونکي ووژل شول.

-کابل – باختر د تلې دمياشتې ٦
په زابل ولايت کې نن دماين دچاودنې له امله ٤ تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس خبريال ته وويل :- ٤ تنو وسله والو طالبانو غوښتل يې د زابل ولايت دميزان ولسوالۍ د اومکي کلي په لويه لاره کې ماين ښخ کړي، ماين دښخولو په وخت کې وچاوديد او له امله يې دغه څلور تنه جنايتکاران ووژل شول.
ديوبل خبرله مخې :- د زابل ولايت دشا جوى ولسوالۍ دچينو کلي په مربوطاتو کې يو وسله وال طالب ووژل شو او يوه داشکه او دوه موټر سايکلونه دملي اردو د ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته