اقتصاد

په کندز ولايت کې په لسګونو ټولګټې پروژې پرانستل شوې

کابل – باختر دورى دمياشتې٢٠
په لسګونو ټولګټې پروژې نن دکندز ولايت دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رياست له خوا ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.
دکندز ولايت دکليو د بياجوړولو او پراختيا رياست سرپرست محمد قاسم اميري دباختر آژانس خبريال ته وويل: په دغو پروژوکې د څښاک د اوبو برابرول، د څو واټونو ترميمول، د څو پلونو او پلګيو او د استنادي ديوالونو جوړول او دغه راز د دوو ټولنيزو مرکزونو جوړول شامل دي چې ددغه ولايت په کچه عملي شوې دي. د اميري دڅرګندونو له مخې: د دغو پروژو په تطبيقولوکې درې سوه مليونه افغانۍ لګيدلې دي چې د تيرو پنځو مياشتو په بهيرکې د سيمې د خلکو په سلوکې دسلو په ونډې سره ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته