
کابل / د چنګاښ ۲۶ / باختر
اووه لس طالبان په ننګرهارکې له پوځيانوسره په نویونښتوکې ووژل شول او ۲۷ نورټپیان شول.
دغه جګړې په تېرو۲۴ ساعتوکې په شیرزادو او اچین ولسوالیوکې ونښتې.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاني باخترآژانس ته وویل چې دغه جګړې د طالبانو پر مرکزونواوغونډو د پوځیانوله بریدونو وروسته ونښتې.
هغه په دغو جګړو کې د ۱۷ طالبانو وژل کېدل او د ۲۷ تنو ټپي کېدل تایید کړل.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
پرون هم ۲۵ طالبان په ننګرهارکې د پوځيانو په بریدونوکې ووژل شول.
پوځيان وايي چې په دغو دوو ورځو کې د طالبانو په لسګونوجنګي وسایل ترلاسه کړي دي.
په یوبل خبرکې ویل شوي دي چې ۲ طالبان په ننګرهارکې د خپل ماین په چاودنه کې ووژل شول.
دغه طالبان نن سهار کله چې غوښتل په سره رود ولسوالۍ په یو واټ کې ماین ځای پرځای کړي ، ماین وچاودېد او دوی ووژل شول.
د ننګرهارد رسنیو دفتر وايي، دغه طالبان غوښتل د یو پلګوټي په ویجاړولوسره د سره رود ولسوالۍ لاره د تګ را تګ پرمخ بنده کړي.
-ع