امنیت

يوويشت طالبان په هلمند کې ووژل شول

کابل / دمرغومي۴/ باختر
۲۱ وسله وال طالبان تېره شپه د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې په هوایي برید کې ووژل شول .
د ملی دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان باختر آژانس خبریال ته وویل : طالبانو غوښتل د هلمند ناوې ولسوالۍ په مومن خان کلي کې په امنیتی ځواکونو برید وکړي چې هوایي بريد پرې وشوې،په دې هوایي برید کې ۲۱ وسله وال طالبان ووژل شول او ۹نور یې ټپیان شول .
په دغه هوایي برید کې د دښمن مهمات او تجهیزات له منځه تللي دي .
پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته