امنیت

وسله والو طالبانو ددوو تنو پوليسانو او دوو تنوملکي ملګرو سرونه غوڅ کړل .

کابل باختر دوږي  دولسمه :
طالبانو په فراه ولايت کې دڅلورو تنو سرونه غوڅ کړل .
په فراه  ولايت کې سيمه ئيز مقامات وايي طالبانو په فراه ولايت کې ددوو تنو پوليسانو په ګډون  دڅلورو تنو سرونه غوڅ کړل .
دفراه دوالي ويندوى جواد افغان دباختراژانس خبريال ته وويل، دغه کسان  تيرماښام کله چې خپلووکورونو ته روان وو  دقلعه کاه ولسوالۍ  او دفراه دمرکز ترمنځ لاره کې  دطالبانو له خوا ونيول شول او وروسته ووژل شول .
يوه اړونده خبرځاى  وويل دپيښې  علت تراوسه پورې  نه دى روښانه شوى او امنيتي ځواکونو دقضيې دعاملينو پيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته