کابل باختر د وږي اته ويشتمه :
دکوماندو دځواکونو له خوا دغور ولايت ددوه لينه ولسوالۍ دځينو سيمو دپاکولو عمليات نن سهار پيل شول .
دهېواد په لويديځ کې دکوماندو دځواکونو وياند جاويد سليم د باختراژانس خبريال ته وويل چې دغه عمليات په لويديځ کې دکوماندو دميشتو ځواکونو له خوا پيل شوي او په برياليتوب سره پرمخ ځي .
دده دڅرګندونوله مخې، دکوماندو دځواکونو تر عملياتو لاندې ساحو کې يې وسله والو طالبانو ته دسرزيانونه اړولي دي خو دقيق شمير يې تراوسه پورې معلوم نه دى .
ده زياته کړه چې په دغو عملياتو کې په دوه لينه ولسوالۍ کې څوکلي دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي او عمليات دوام لري .
0 د یوې دقیقې څخه لږ