ټولنه

رخصتي دبنديانو قانوني حق دی، حکومت کوښښ کوي چې د اسلامي لارښوونو په رڼا کې بنديان له خپلو حقوقو برخمن شي.

کابل /دلړم لومړى / باختر :
د وزیرانو شورا د پریکړې سره سم د اجرائیه ریاست دلومړي مرستیال انجینیر محمد خان په مشرۍ د بنديانو د رخصتیو د طرزالعمل او طرحې په اړه جوړ شوي کمیسیون غونډه ترسره کړه
په دې غونډه کې چې د عدلیې، کورنیو چارو، اقتصاد، پوهنې، عامې روغتیا، مالیې، اودکار او ټولنیزو چاور وزارتو او د سترې محکمې، لوی څارنوالۍ او دجيلونو دلوى  رياست استازو ګډون کړی و د بنديانو د رخصتیو د طرزالعمل د طرحې او اجرایوي پلان په اړه بحث او خبرې وکړې .
د عدلیې وزارت اداري مرستیال سید محمد هاشمي د چمتو شوی طرحې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل: د بنديانو د رخصتیو کړنلاره په ۱۸ مادو کې د جيلونو او توقيف خونو د قانون د مادو په رڼا کې چمتو شوې، چې له مخې به یې هغه بنديان چې له یوه کال څخه تر پنځو کلونو په بند محکوم دي هر کال یو ځل تر شلو ورځو پورې د رخصتۍ حق ولري.
همداراز ده زیاته کړه: د جيلونو او توقيف خونو د قانون د ( ۳۷ مې) مادې د دویمې فقرې ته په کتو سره به  هغه بنديان چې د ناروغانو د پوښتنې او یا د خپلوانو د جنازې په مراسمو کې د ګډون په موخه د یو معتبر ضمانت خط په لرلو او د جيلونودلوى رئیس او اړوند څارنوال په صلاحیت او تائید وروسته د رخصتۍ حق اجرا شي.
له بلې خوا د جيلونولوى رئیس جنرال شامل د عدالیې وزارت له لوري د چمتو شوې طرحې د ځینو مادو تطبیق او اجرا د جيلونو دنده او مسولیت نه بولي او وایي چې په طرحه کې باید یو څه وضاحت را منځته شي تر څو بنديان د خپلو رخصتیو دپړاونو دتيرولو پر مهال له ستونزو سره مخ نه شي.
د کمیسیون مشر او د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمد خان رخصتي د بنديانو قانوني حق وباله او زیاته یې کړه: حکومت کوښښ کوي چې د اسلامي لارښوونو په رڼا کې بنديانو ته خپل حقوق ورکړي.
لومړي مرستیال انحنیر محمد خان د بنديانو د رخصتۍ په اړه جوړه شوې طرحه تر ډېره بریده د تائید وړ وبلله او د ځینو مادو په فقرو او جملو کې د وضاحت  او د رخصتي پروسه کې د سانتیا لارښوونه وکړه.
همدارنګه د کمیسیون مشر او د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال د عدلیې وزارت په مشرۍ د لوی څارنوالۍ، کار او ټولنیزو چارو وزارت، اقتصادوزارت او د بنديانو لوى رئیس ته دنده وسپارله چې د طرحې ځینې مادې له حقوقي او تخنیکې پلوه و څېړي؛ د وزیرانو شورا او د جيلونو د عالي شورا راتلونکو غونډو ته یې د نورو اقداماتو  لپاره وړاندې کړي.پاى- فضل واحد

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته