سیاست

تروریزم د انسانیت د وژلو لپاره مشخصه جغرافیه نه لري په مقابل کې یې باید په ګډه مبارزه وشي

کابل باختر دمرغومي دمياشتې  ٢١ 
د اجرا ئیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمد خان نن په کابل کې د ناروې له سفیر ایرلنګ سکیژنسبرګ سره په مرمرینه ماڼۍ کې وکتل.
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجرائيه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د ناروې سفیر په دې کتنه کې د افغانستان په روانو حالاتو خبرې وکړې او
وې ویل: افغانستان هغه هیواد دی چې له ډیرې مودې را په دیخوا د سیمي او
نړیوالو ترهګریزو ننګونو سره مخ دی، خو له نیکه مرغه په دې وروستیو کې يې
د سوکالۍ او اقتصادي ودې په لاره کې د پام وړ ګامونه پورته کړي دي.
ایرلنګ سکیژنسبرګ د افغانستان د ټاپې او کاسا د پروژو او WTO نړیوالو
اقتصادي سازمان غړیتوب خوښي څرګنده کړه او دا یې د ملی وحدت د حکومت د
اقتصادي ودې او پرمختګ مهمې لاسته راوړنې وبللې.
سفیر همدا راز د افغان حکوت له وسله والو مخالیفینو سره د سولې د خبرو
ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه چې، افغانان سولې ته اړتیا لري، افغان
چارواکي باید د دې پروسې په بریا کې کوټلي ګامونه واخلي.
ده د خپل هیواد لخوا له افغان حکومت سره د تیر په څیر په اقتصادي،
انکشافي، روغتیايي، او نظامي برخو کي د مرستو ژمنه وکړه.
دناروې سفیرد اجرائيه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمد خان ته ډاډ ورکړ
چې، له افغان حکومت سره د تیر په څیر په اقتصادي، پراختیایې، روغتيايې او
پوځي برخو کې د مرستو ژمنه وکړه، او ډاډ يې ورکړ چې په نیږدي راتلونکي به
په ګڼ شمیر ولایتونو کې روغتیايي خدمتونو لپاره د پام وړ آسانتیاوې
برابرې کړي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمد خان د ناروې هیواد له سفیر
سره د کتنې پر مهال د دې هیواد د ولس د مرستو قدر دانی وکړ او زیاته يې
کړه چې د جهاد له دوران څخه راپدیخوا ناروې له افغان ولس سره په هر
اړخیزه توګه مرستې کړي دي چي د افغان ولس په استازیتوب ورڅخه مننه کوم او
هیله یې وکړه چې ناروي هیواد افغانستان له پامه ونه غورځوي .
د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال په دې کتنه کې د ناروې سفیر داهم وویل
چې ، تروریزم د انسانیت د وژلو لپاره مشخصه جغرافیه نه لري، په کوم ډول
چې افغانستان کې خلک وژني په سوریه، عراق، امریکا او فرانسه کې هم
ترهګریز بریدونه کوي، د دغو ننګونو پر وړاندې نړیوال باید په ګډه مبارزه
وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته